د چين دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په جنوبي ښار شين ژين کې د ځمکې ښويېدنې له کبله ٩١ کسان لادرکه دي.
دغې پرونۍ پېښې ٣٣ ودانۍ ويجاړې يا هم زيانمنې کړې دي.
اووه کسان له ويجاړو ودانيو ايستل شوي.
سينهوا خبري اژانس وايي، څه باندې ٦٠ مترمربع ساحه په شپږ متره خټه پوښل شوې ده.
شين ژين د چين له لوېو ښارونو او صنعتي مرکزونو ګڼل کېږي.