مشرانو جرګې نن د لوړو زده کړو په وزارت کې د فساد او ستونزو په اړه د وضاحت لپاره د لوړو زده کړو وزیره او د خصوصي تحصیلي موئسسو مشر ورغوښتي وو.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړو انتقاد کاوه چې د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو تحصیلي بورسونو په برخه کې درغلۍ کوي او د کانکور پروسه کې هم زورواکي نفوذ لري.
د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د کانکور په کلنۍ آزموینه کې ځيني ستونزې ومنلې خو وایي چې د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره اقدام کوي.
سناتورانو د یو شمېر نورو مسائلو په اړه هم پوښتنې درلودې، خو د لوړو زده کړو د وزیرې له وضاحت وروسته یې قناعت حاصل شو.