قاسم: نوې دنده به مې دا وي چې وښيم عراق لا هم د ښکلا او کلتور هېواد دى 

د عراق د ښکلا لومړۍ ملکه وايي، د هغې نوې دنده به دا وي چې وښيي عراق لا هم د ټرورېزم او تاوتريخوالي په وړاندې د ښکلا او کلتور هېواد دى.

شل کلنه شيما قاسم له ۱۹۷۲ کال راهيسې لومړۍ عراقۍ ده چې د ښکلا د ملکې مسابقه ګټي.

هغه پرون ناوخته په هغو ځانګړو مراسمو کې چې تر سختو امنيتي تدابيرو لاندې د بغداد په يوه هوټل کې ترتيب شوي وو، ګټونکې اعلان شوه.

دا چې د اقتصاد محصله او په اصل کې د کرکوک ښار ده، د نهو کانديدانو له منځه نه انتخاب شوه.

قاسم وايي، د تعليمي طرحو ودې ته به کار کوي، په ځانګړې توګه د شخړو له کبله بې ځايه شوېو کسانو لپاره.

العربيه ټلويزيون راپور ورکړى چې د ښکلا د ملکې د اعلان مراسم په پام کې وه په اکتوبر مياشت کې وشي، خو وروسته له هغې چې يو شمېر ملايانو او قومي مشرانو دا يو غير اخلاقي کار وباله او ويې غانده، مراسم وځنډول شول.