افغان ولسمشر به د يوه پلاوي په مشرۍ اذربايجان ته ولاړ شي

ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د سې شنبې په ورځ اذربايجان ته لاړ شي.

ټاکل شوې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ تر دو ورځو پورې ازربایجان ته سفر ولاړ شي.

د ازربایجان ټرند نیوز آژانس خبر ورکړی چې د افغانستان د ملي امینت د شورا سلاکار او د بهرنیو چارو، مالیې، سوداګرۍ، کار او ټولینزو چارو وزیران به له ولسمشر غني سره په دې سفر کې ملګري وي.

ولسمشر غني په دې وروستیو کې د سیمې په سطح اقتصادي او سوداګریزې هلې ځلې زیاتې کړي چې ښه بیلګه یې د ټاپې پروژې د کار پیلیدل دي.

ازربایجان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه لا تر اوسه جزییات نه دی ورکړل شوي.