ترکي چارواکي وايي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د کُرد کارګر ګوند (پې.کې. کې) په وړاندې عملیاتو کې د دې ډلې ۷ مشکوک یاغیان او دوه ترکي سرتېري وژل شوي دي.
د ترکیې پوځ وایي،عملیات د ډسمبر پر۱۶ پیل شوي او د سیرناک Sirnak ولایت او هم Diyarbakir دیار بکر چې د سیمي تر ټولو لوی ښار دی، په نښه شوي دي.
پوځ زیاتوي چې دوو جنګي الوتکو د ډسمبر پر۱۸ مه د عراق په شمال کې د پې. کې. کې کمپونه بمبار کړي دي او د هغوی پناه ځایونه او د وسلو زېرمې یې ویجاړي کړي دي.
د انقرې او پې. کې. کې ترمنځ دوه کلن اوربند په جولای کې له منځه ولاړ او د دوی ترمنځ شخړې یو ځل بیا راژوندۍ شوي چې له تېرو درېیو لسیزو راهېسې د دغه هېواد په جنوب ختیځو کرد مېشتو سیمو کې روانې وې.
په دې موده کې تر۴۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.