چین وايي، په جنوبي ټاپوګانو کې یې د امریکايي الوتکو الوتنو اندېښمن کړی

چین پر امریکا تور لګوي چې د چین په جنوبي اوبو کې د دغه هېواد ټاپوګانو ته نژدې یې د دوو B-52 الوتکو په الوتنې سره یوه جدې پوځي پارونه رامنځته کړې ده.

د چین دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل چې دا پېښه د ډسمبر پر۱۰ مه سهار مهال د Spratly سپراتلي په نوم ټاپو ته نژدې شوې ده.

واشنګټن وایي، دوی په پرله پسې ډول په دغه سیمه کې روزنیز ماموریتونه ترسره کوي، خو زیاتوي چې د دې راپورونو په اړه به پلټنه کوي.

وال سټریټ ژورنال د جمعې په ورځ د پنټاګون چارواکو له قوله ویلي وو چې د دغه روزنیز ماموریت پر مهال یوه بم غورځونکې الوتکه په غیر قصدي ډول د یوې مصنوعي جوړې شوې جزیرې حریم ته دوه مایله ورننوتې وه.

چارواکي وایي، ښایې دا کار د هوا د خرابوالي له کبله شوی وي.