د امريکا پوځ پرون وويل چې د يوې اوونۍ په بهير کې یې د عراق په شمال کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف؛ په هوايي بمباريو کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش نژدې٢٠٠ سخت دريځي وسله وال وژلي دي.
په بغداد کې د دغه ایتلاف وياند "ډګروال سټيف وارين" وويل؛ شا و خوا٥٠٠ سخت دريځو وسله والو د چهارشنبې په ورځ د عراق په شمالي ولايت نينوا کې د عراقي کردانو د پېشمرګه ځواکونو پرخلاف پراخ بريدونه وکړل چې ایتلاف په ځواب کې پر دوى نژدې ١٠٠بمونه وغورځول.
وارين د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې د امريکا په دفاع وزارت کې خبريالانو ته وويل؛ هوايي ځواک نژدې ٢٠٠ سخت دريځي وسله وال ووژل.
د ایتلاف وياند دا بريدونه په سيمه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ته لوى ګوزار وباله.