ولسمشر محمد اشرف غني وایي، څېړنې ښیي چې د کورنیو چارو وزارت د تېر کال په تړونونو کې هېڅ ډول شفافیت موجود نه و.
ولسمشر غني نن د دغه وزارت د نوي ودانۍ د پرانیستلو غونډې ته د وینا پر مهال ټينګار وکړ چې لا هم په دغه وزارت کې بیوروکراسي شته او باید مخه یې ونیول شي:
"د مالي مدیریت ډول پخوا ستره ستونزه لرله. هره شنبې موږ تړونونه بررسي کوو. د کورنیو چارو وزارت د تېر کال یو تړون هم د اصولو پر اساس نه و. موږ کال ټول په دې تیر کړ چې دا تړونونه پاک شي."
د کورنیو چارو وزارت نوې ودانۍ د حامد کرزي نړېوال هوایې ډګر ته څېرمه د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امریکا په مرسته جوړ او نن پرانیستل شو.
دغه ودانۍ ۲۹ برخې لرې او عصري وسایل پکې ځای پر ځای شوي دي.