د امریکا دفاع وزیر مخکې تر دې چې افغانستان ته ولاړ شي؛ وړمه ورځ يې د عراق د کردستان د اربیل ښار لیدنه وکړه.
اشټن کارټر د کردستان د خود مختارې سیمې له رییس مسعود بارزاني او د داعش ضد ایتلاف د ځواکونو له قوماندانانو سره ولیدل.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې مسعود بارزاني ورته ډاډ ورکړ چې کردي ځواکونه د موصل ښار د محاصرې او له داعش څخه یې د بېرته نیولو په عملیاتو کې برخه اخلي.
اسلامی دولت ډلې یا داعش تېرکال دغه ښارلاندې کړ او تراوسه یې په واک کې دی.
د امریکا دفاع وزیر وویل چې امریکا د کردي ځواکونو د دوو لواوو لپاره پوره وسلې او تجهیزات ورکوي؛ ترڅو وکولای شي د موصل د بېرته نیولو په جګړه کې برخه واخلي.