د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون پلاوي په کندهار کې د هوایي ډګر د تېرې اوونۍ د برید د څېړنو په اړه وویل، د امنیتي ارګانونو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، غفلت او د هوایي ډګر دننه د تجارتي شرکتونو او دوکاندارانو فعالیتونو د وسله والو مخالفانو برید ته زمینه برابره کړې ده.
د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یوه غړي پژواک خبرې اژانس ته د خبرو پر مهال پر کشفي ارګانونو هم انتقاد وکړ چې د دې حملې په اړه یې وار له مخه معلومات نه لرل.
د کندهار پر هوایي ډګر د لیندۍ په ۱۷مه د وسله والو په برید کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۵۰ تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دې حملې په اړه د ولسې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون څېړنې لا بشپړې شوې نه دي.