د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیونونو د غوراوي کمېټه نن په کابل کې خپله لومړۍ غونډه کوي.
د دې کمېټې اووه غړي د ولسمشر د ۸۵ یم تقنیني فرمان له مخې تېره ورځ اعلان شول.
د انتخاباتي نظام د سمون د کمېسیون مشر شاه سلطان عاکفي ازادي راډيو ته وویل:
"دا کمېټه د دې لپاره ګمارل شوې ده چې له اصولو سره سم کسان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د شکایتونو د اورېدو کمېسیون ته معرفي کړي."
تمه ده د انتخاباتو د کمېسیونونو د غوراوي کمېټه راتلونکې اوونۍ خپلې علني رسمي غونډې پيل کړي.