د امریکا دفاع وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر نن بغداد ته رسېدلی

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر په یوه نا اعلان شوي سفر بغداد ته رسېدلی چې له عراقي چارواکو او په هغه هېواد کې د امریکا له پوځي قوماندانانو سره وګوري.

ویل کېږي دوی به د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې د ډېرېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

کارټر نن د خپل سفر په پیل کې ویلي چې دی به د جګړې ډګر د وضعیت او هم د داعش ډلې د ماتولو لپاره د مبارزې پر پیاوړي کېدو تازه جزییات ترلاسه کړي.

د امریکا متحده ایالاتو روانه میاشت اعلان وکړ چې یوه ځانګړې امریکایي پوځي ډله به په عراق کې ځای پرځای کړي چې هم په عراق او هم په سوریې کې د داعش په وړاندې وجنګېږي.

کارټر دغه راز وایي، د دې سفر په ترڅ کې به دی د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې لپاره د امریکا د متحدینو له خوا د لا ډېرې مرستې لارې چارې ولټوي.