د برېښنا شرکت: که پوروړې ادارې پور ادا نه کړي قانوني چلند به ور سره وشي

د افغانستان د برېښنا شرکت پوروړو دولتي ادارو او وزارتونو ته خبرداری ورکړ چې تر راتلونکو څو ورځو پورې باید خپل د برېښنا د لګښت پورونه اداء کړي او کنه نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د دغه رياست وياند وحيدالله توحيدي نن په کابل کې له خبریالانو سره په خبرو کې د هغو ادارو نومونه افشا کړل چې له برېښنا ریاست نه پوروړي دي.

نوموړي وویل چې د کورنیو چارو وزارت د پوروړو د لېست په سر کې ځای لري.

خو د کورنیو چارو وزارت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې ډېر ژر به خپل پورونه ادا کړي.