دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په تصفیوي عملیاتو کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۹ ټپیان دي.

د دغه وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات په غزني، لوګر، کندهار، فراه، کندز او زابل ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال د ملي اردو پنځه تنه منسوبین هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.