اروپايي ټولنه به پر روسيي د اقتصادي بندیزونو په اړه بحث وکړي

د اروپایي شورا مشر ډونالډ ټاسک وایي، د اروپایي ټولنې مشران به د ډسمبر پر ۱۸مه پرهغه وړاندیز بحث وکړي چې له مخې به یې د دغې ټولنې له خوا پر روسیي اقتصادي بندیزونو د نورو شپږو میاشتو لپاره غځیږي.

ټاسک تایید کړه چې دا موضوع به په بروکسل کې د دغې ټولنې د سرمشریزې د دوهمې ورځې اجنډا وي.

که موافقه وشوه پر روسیې به په مالي برخه او هم د تیلو او پوځي سکتورونو کې بندیزونه د ۲۰۱۶ کال د جولای تر ۳۱ دوام وکړي.

دا بندیزونه د روسیې له خوا د اوکرایین د کریمیا سیمې د الحاق له کبله پر روسیې لګول شوي دي.