سپینه ماڼۍ وایي، د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۴ هېوادونو د ایتلاف د مبارزې تمرکز به یوازې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې نه بلکه تر هغه به پراخه وي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د سعودي عربستان د دغه نوښت په غبرګون کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه نوي ایتلاف تمرکز تر ډیره پر هغې تندلارۍ او تروریستي ګواښونو دی چې د هغه ایتلاف ټول غړي ګواښي.
جاش ارنسټ زیاتوي دا به د داعش په وړاندې د امریکا په مشرۍ ایتلاف ځای ناستی نه وي:
"دا د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د امریکا په مشرۍ د ۶۵ هېوادونو د ایتلاف ځای ناستی نه دی چې د امریکا له خوا جوړ شوی دی.
سعودي عربستان له هغه ایتلاف سره یوه مهمه مرسته وکړه او موږ وړاندوینه کوو چې همدې کار ته به دوام ورکړي."
سعودي عربستان پرون هغه پوځي ایتلاف اعلان کړ چې له ۳۴ عربي، افریقایي او آسیایې هېوادونو جوړ دی او وایي، دا ایتلاف به په ټوله اسلامي نړۍ کې د ترورېزم په وړاندې عملیات همغږي کوي چې په دې کې د عراق، سوریې، لیبیا، مصر او افغانستان نومونه اخېستل شوي دي.