د افغانستان تر ۱۹ کلونو لږ عمره کرکټ لوبغاړو د زیمبابوې تر نولس کلونو کمکیو لوبغاړو ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه تیره ورځ په هند کې ترسره شوه. لومړی بیټنګ افغان لوبغاړو وکړ چې په ټاکلو ۵۰ آورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۷ منډې جوړې کړې.
د زیمبابوې لوبغاړي په ۴۳تم اوور کې د ۱۹۲ منډو په جوړیدو وسوځیدل.
ټاکل شوې ده چې د دواړو ټیمونو ترمنځ بله لوبه د جمعې په ورځ وشي