د مالدوفا د هوایي چلند ادارې پرون تایید کړې چې د دوی د هغې هلیکوپټرې یو پیلوټ د طالبانو په ډزو وژل شوی و چې په نومبر کې یې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې بیړنۍ ناسته وکړه.
چارواکي وایي، ۵۵ کلن پیلوټ اولیګ ګروزا Oleg Groza پر ځیګر څلور مرمۍ ویشتل شوی وو.
ویل کیږي د دغه پیلوټ مړی به چې اوس په افغانستان کې د جرمنیانو په یوه روغتون کې دی، ډیر ژر مالدوفا ته یوړل شي.
په دې سره د مالدوفا د هوایي چلند ادارې د هغه هېواد د سرپرست صدراعظم هغه څرګندونې رد شوې چې تیره اوونۍ یې ویلي وو د دغې هلیکوپټرې عمله ټول ژوندي دي او له طالبانو سره یرغمل دي.
تردې وړاندې د مالدوفا حکومت د امنیتي ملحوظاتو له کبله په دې اړه په رسنیو کې پر خبرو محدودیت لګولی وو.
په دې الوتکه کې ټول ۲۱ تنه سپاره وو چې څلور تنه یې وژل شوي او پاتې نور له طالبانو سره تر اوسه هم یرغمل دي.