پنټاګون د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۵ کال په دوهمه نیمایې کې د افغانستان امنیتې وضعیت ډیر خراب شوی دی.
په دغه راپور کې چې د سې شنبه په ورځ (پرون) خپور شو ویل شوي چې وسله والو مخالفینو په دې موده کې بریدونه لا ډیر کړي او افغان امنیتي ځواکونو د لا ډیرې مرګ ژوبلې سره مخامخ شوي دي.
په راپور کې ویل شوي د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ له پیله د نومبر تر ۱۵ نېټې پورې د ۲۰۱۴ کال د همدې مودې پرتله د افغان امنیتي ځواکونو په مرګ ژوبلې کې ۲۷ فیصده ډیروالی راغلی دی.
دغه راز په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل پرون ویلي چې داعش ته وفاداره کسان هڅه کوي د افغانستان ختیځ ښار جلال اباد کې یو سیمه ییز مرکز جوړ کړي او د ده په وینا له سوریې او عراقه بهرني جګړه مار ورسره یوځای کیږي.