د یمن د جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې خبرې اترې نن په سویس کې پیل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې خبرو وړاندې په یمن کې اوربند ټینګ شوی دی.
د ملګرو ملتونو یوه ویاند احمد فوزي وویل، د دې خبرو اترو هدف د یمن شخړې ته د یوه دوامداره حل موندل دي.
دا خبرې چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ترسره کېږي د سویس په یوه نامعلوم ځای کې روانې دي.
د سعودي په مشرۍ سیمه يیز ائتلاف حوثي شیعه وسله وال پر شاه وتمبول او د عبد الربه منصور هادي حکومت يې بیا بر حاله کړ.
د سعودي په مشرۍ ائتلاف وايي، ایران په سیمه کې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره له حوثي وسله والو پوځي او مالي ملاتړ کوي.
د یمن په نهه میاشتېنۍ جګړه کې تر اوسه پورې ۵۸۰۰ کسان وژل شوي دي.