د بوبیرګډال په نوم هغه امریکایي پوځي به چې پنځه کاله له طالبانو سره اسیر و او وروسته خوشې شو، له خدمته د فرار او د امریکا پوځ ته د خطر پېښولو په تور په پوځي محکمه کې محاکمه شي.
که چېرې په بوبیرګډال باندې جرم ثابت شي کېدای شي په عمري بند سزا محکوم شي.
۲۹ کلن بیرګډال چې د روان میلادي کال په پیل کې رسماً تورن شوی او د مجرم پېژندلو په صورت کې له عمري قید سره مخامخ دی، په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د افغانستان په جنوب کې له یوې پوځي اډې وتلی و چی وروسته طالبانو ونیو.
بیرګډال په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د پنځو طالب مشرانو په بدل کې چې په ګوانتانامو کې بندیانو و ازاد شو.