د انصاف په لټه کي د خپرونې درنو مینه والو!
دا ځل د یو هلمندي ځوان ستونزې ته رسیدلي یو کوم چې ګوزڼ وهلی او اوس په پښو فلج دی.
دا ځوان محمد یعقوب ایوبي نومیږي، د ښاغلی ایوبي ستونزه دا ده چې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست ورته د معلولینو د حقونو کارت نه ورکوي.
ستونزه مو د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو له ریس محمد نادر وطنوال سره شریکه کړه، ښاغلی وطن وال چې د همدې ستونزو د هواري لپاره کابل ته راغلی ازادي راډیو ته په دې اړه څرګندونې لري.
دا خپرونه اجمل تورمان چمتو کړې.
Your browser doesn’t support HTML5