د کندز امنیتي چارواکي وايي، له دوه ورځو راهیسې د دغه ښار په اړوندو سیمو کې د افغان امینتي ځواکونو په تصفیوي عملیات کې ۲۷وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د کندز د امنیې قومندان محمد قسیم جنګل باغ نن ازادي راډیو ته وویل چې په وژلو شوېو کې د طالبانو پینځه مهم قومندانان هم شامل دي.
نوموړی زیاتوي چې د عملیاتو په نتیجه کې یو شمېر سیمې د طالبانو له حضوره هم پاکې شوي او هم د طالبانو څو عرادې موتړونه له منځه تللي.
بل لور ته د هلمند د مارجې ولسوال عبدالله وایي چې تیره شپه د دغې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر ودانې حمله وشوه چې په ځوابي ډزو کې شپږ وسله وال مخالفین ووژل شول.
مارجه ولسوالۍ د هلمند له ناامنو ولسوالیو څخه ده چې له یو میاشتې راهیسې په کې د افغان امینتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتې رواني دي.
په یوه بل امنیتي خبر کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د وسلو او مهماتو یوه زیرمه کشف کړې ده.