په اروپايي ټولنه کې د سربیا د احتمالي غړیتوب په اړه پرون په بروکسل کې د دواړو خواوو ترمنځ خبرې وشوې او ورسره په دې ټولنه کې د سربیا د غړیتوب پر دوو لومړیو پړاوونو بحث وشو.
په دې غونډه کې د غړیتوب له ۳۵ پړاوونو څخه د دوو په اړه خبرې وشوې چې یو يې د سربیا له پخواني ایالت کاسوو سره د اړیکو عادي کول دي.
کاسوو له سربیا پرته د نړۍ ۱۱۱ هېوادونو په رسمیت پیژندلی. د بحثونو بله موضوع د سربیا مالي اداره وه.
د لوکزامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن Jean Asselborn چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي وویل چې دا مقدماتي غونډه د سربیا د غړیتوب د منلو لپاره خورا مهمه وه.
سربیا په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب د کاندید موقف په ۲۰۱۲ کال کې ترلاسه کړ. اروپايي کمیسیون تیره میاشت وویل چې بلګراد هم په سیاسي او هم په اقتصادي برخه کې ښه پرمختګ کړی خو باید د قانون د تطبیق په برخه کې خپل اعتبار زیات کړي.