يار: روشنګرۍ پروګرام ډېر ځوانان په فکري لحاظ روزلي

په کابل کې يوه ډله ځوانانو د روشنګرۍ په نوم د علمي بحثونو يوه لړۍ پيل کړې ده.

دغه پروګرام له درېيو کلونو راهيسې روان دى، چې د کابل تر څنګ په پکتيا، هلمند، کندهار او غزني کې هم پيل شوى دى.

د دې پروګرام په مرسته پر ټولنيزو، علمي، کلتوري او نورو مسايلو لکچرونه واندې کېږي، وروسته برخوال چې ډېرى يې ځوانان دي پر وړاندې شوې موضوع بحث او کره کتنه کوي.

د دې پروګرام له يوه تنظيموونکي محمديار يار څخه صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې دغه بحثونه او لکچرونه دقيقاً د چا له خوا چا ته وړاندې کېږي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له محمديار يار سره مرکه