د ننګرهار ولایت په بهسودو کې ناڅرګندو کسانو د یوې کورنۍ اته غړي وژلي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼي ازادي راډیو ته ویلي چې تېره شپه ناوخته د بهسود ولسوالۍ د قلعه ميرزا په سیمه کې د يوسف په نامه د یوه کس کور ته درې تنه ميلمانه ورغلي وو چې د ډوډۍ خوړو وروسته د یوسف په ګډون د هغه مور، میرمن، څلور لورانې او یو زوی ټول يې په ډزو وژلي دي.
خوګياڼۍ وايي، د دې پيښې په اړه پلټنې روانې دي خو لومړني معلومات ښيي داسې څرګندیږي چې دغه درې کسان يې نیږدې میلمانه و ځکه د دې کور په اشپزخانه کې د میلستیا تياری ورته نیول شوی و.
د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې یوسف د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په ننګرهار کې میشت دی.