ترکیه: د عراق له یوه کمپ کې یو شمېر ترکي پوځیان ووتل

د ترکیې دولتي خبري اژانس نن دوشنبې وویل، له هغو سلګونو ترک پوځیانو څخه چې د عراق موصل ښار ته نژدې په یوه کمپ کې دېره ول، یو شمېر ووتل.

د ترکیې د اناتولیا خبري اژانس د راپور له مخې، د باعشیقه له کمپه یو شمېر تُرک پوځیان د دغو ځواکونو په نظم کې د بدلون پر اساس ووتل.

اژانس له دې کمپه د ایستل شوېو پوځیانو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي او دا یادونه یې هم نه ده کړې چې دا پوځیان ترکیې ته لېږدول شوي او که په عراق کې بل ځای دېره کړای شوي دي.