افغان حکومت وايي د ټاپي د پروژې امنیت ټینګولای شي

افغان حکومت وايي چې د افغانستان امنیتي، دفاعي ځواکونه د ټاپي د پروژې امنیت ټینګولای شي.

ارګ پرون په یو بیان کې د پاکستان دفاع د وزیر خواجه اصف هغه وینا غیر مسوولانه وبلله چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د پاېپ لاېن د پروژې د امنیت لپاره یې د طالبانو د مرستې غوښتنه کړې.

د ارګ بیان د ده څرګندونې د هغو ژمنو خلاف بللي دي چې دواړو هېوادونو د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې په اړه کړي.

د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له اساسي قانون سره سم د هېواد د ارضي تمامیت د ساتنې دنده لري او دا توان لري چې د ټاپي د پایپ لاین په ګډون د هېواد د عامه تاسیساتو ساتنه وکړي.

بیان زیاتوي چې د دې پروژې د امنیت لپاره افغان حکومت یو ځانګړی ځواک چمتو کړی دی.