د افغانستان حکومت وايي چې افغان ځواکونه د ټاپي پروژې امنیت ټینګولای شي.
د پاکستان د دفاع د وزیر له څرګندونو وروسته چې د دې پروژې د امنیت نیولو لپاره یې له وسله والو طالبانو د مرستې سپارښتنه کړې وه، ارګ پرون وویل چې د ټاپي د امنیت پلان یې برابر کړی.
افغان حکومت د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونې چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د پایپ لاېن یا ټاپي د امنیت لپاره یې د طالبانو د مرستې سپارښتنه کړې، رد کړه.
ارګ پرون په یو بیان کې د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف دا وینا غیرمسوولانه او د هغو ژمنو خلاف وبلله چې دواړو هېوادونو د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې په اړه کړي.
د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له اساسي قانون سره سم د هېواد د ارضي تمامیت د ساتنې دنده لري او دا توان لري چې د ټاپي د پایپ لاین په ګډون د هېواد د عامه تاسیساتو ساتنه وکړي.
بیان زیاتوي چې د دې پروژې د امنیت لپاره افغان حکومت یو ځانګړی ځواک چمتو کړی دی.
په کابل کې د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز څیړونکی حکمت اعظمي په دې باور دی چې د افغانستان ملي ځواکونه اوس مهال د دومره لویې پروژې د امنیت د ټینګولو جوګه نه دي.
ښاغلي اعظمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ځواکونه د نړېوالې ټولنې په مرسته پیاوړي کیدای شي.
ښاغلي اعظمي زیاته کړه:
"د اوس لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته ډیره لاره پاتې ده چې په هغه پوځ بدل شي چې د ټاپي په څیر د مهمو پروژو امنیت ټینګ کړي. افغان دولت او نړېوال همکاران یې باید په ګډه کار وکړي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې جوګه کړي چې د دې پروژو امنیت په رښتیني معنا ونیولای شي."
په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې د اسیا د زړه د کنفرانس په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو له امید واروونکو څرګندونو څخه یوازې څو ورځې تیریږي د جمهوري ریاست بیان په اسلام اباد کې ځیني کړۍ په افغانستان کې په لاسوهنو تورنوي او یادونه کوي چې ځیني چارواکي چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري په افغانستان کې د لاسوهنو له دوام سره لیوالتیا لري.
ښاغلی اعظمي وايي، د پاکستان د دفاع د وزیر د څرګندونو تعبیر دا دی چې اسلام اباد طالبانو ته په افغانستان کې د موازي حکومت په سترګه ګوري خو دا افغان څیړونکی وايي چې که له طالبانو څخه د ټاپي د امنیت لپاره د مرستې غوښتنه هم کیږي باید له کابله وشي.
اعظمي یې په اړه وویل:
"د پاکستان دفاع وزیر افغان طالبان ته داسې خطاب کړی لکه چې په افغانستان کې موازي حکومت ولري نو د افغانستان د دولت لپاره دا طبعاً د منلو وړ نه ده او په اړه یې غبرګون وښود چې پرځای دی خو زه فکر کوم که افغان طالبان او افغان دولت بیا د سولې بهیر ته داخلیږي او مذاکرات کوي نو که د دغسې پروژو د امنیت خبرې په اجنډا کې وي دا ښه ګام دی چې افغان دولت له طالبانو وغواړي چې د دغسې پروژو په امنیت کې همکاري وکړي."
د جمهوري ریاست په بیان کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه شوې چې له ترورېزم سره د ګډې مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او غیرمسوولانه څرګندونو ته دې اجازه نه ورکوي.
د ټاپي پروژې د بنسټ ډبره پرون د ترکمنستان په مروې ښار کې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو، د پاکستان د صدراعظم او د هند د مرستیال ولسمشر له خوا کیښودل شوه. د دې اوه سوه کیلومتر پایپ لاین له لارې به د ترکمنستان د ګاز پراخې زیرمې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته ولیږدول شي.