د کونړ امنيتي مسولین وایي، د یکشنبې مازیګر مهال په شیګل ولسوالۍ کې د ماین چاودنې پنځوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ امنيع قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل ازادي راډیو ته وویل؛ یو ملکي موټر چې په کې پنځ ملکيان په کې سپاره وو؛ په شیګل ولسوالۍ کې پرې د سرک غاړې ماین چاودلی چې په کې یو تن وژل شوی او څلور ټپيان دي.
قوماندان وویل، ټپيان روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو يې روغتیايي حالت ډاډمن ښودلی دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخستی.