په پاړه چنار کې بمي چاودنې دیارلس کسان وژلي دي

د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ په مرکز کې په يوه بمي چاودنه کې ګڼ کسان وژل شوي او ځينې نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چاودنه نن د افغانستان پولې ته نژدې د "پاړه چنار" له ګڼه ګوڼې په يوه ډک مارکېټ کې شوې ده.

په راپورونو کې د تلفاتو په اړه ضد او نقيض معلومات ورکړل شوي دي.

د کورمې ايجنسۍ يوه حکومتي چارواکي وويل؛ په پېښه کې ١٣ کسان وژل شوي دي.

خو اسوشیېټد پرېس اژانس د وژل شويو کسانو شمېر شپږ تنه ښيي او وايي ټپيان ٢٠ تنه دي.

د فرانسې خبري اژانس بيا د وژل شويو کسانو شمېر ١٠ تنه ښوولى دى.

پاړه چنار د قبايلي سيمې کورمې ايجنسۍ مرکز دى، چې له کلونو راهيسې د سخت دريځو وسلوالو د تاوتريخوالي او فرقوي شخړو په مرکز بدل شوى دى.