په ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور تنه ملکيان زخميان کړي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ویلي چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه نیمې بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د سراچه پله په سیمه کې د ملکي وګړو پر کرولا موټر د سړک غاړې ځای پرځای شوي ماین چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، ټپیان د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.