د بېلاروس ولسمشر "السکاندر لوکاشينکا" پرون له روسيې او ترکيې غوښتنه وکړه چې جوړجاړى سره وکړي او په خپلو اړیکو کې روان بحران پای ته ورسوي.
ده د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې په يوه سيمه ييزه غونډه کې چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم په کې برخه درلوده؛ وويل، په دې کړکېچنه دنيا کې تېروتنې کېږي؛ خو تېروتنې بايد لا پسې غټې نه شي؛ بلکې حل شي.
وروسته له هغې چې ترکيې د نوامبر مياشتې پر ٢٤مه د سوريې پولې ته څېرمه يوه روسۍ الوتکه وويشتله؛ د مسکو او انقرې ترمنځ اړېکې کړکېچنې شوې دي.
روسيې تر دې پېښې وروسته د ترکيې په وړاندې ځينې اقتصادي بنديزونه اعلان کړل.