د لیبیا لپاره د ملي یوالي حکومت پلان به نن په روم کې تایید شي

په پام کې ده، د ليبيا لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د ملي يووالي د حکومت پلان؛ نن په روم کې د يوه کنفرانس پر مهال تاييد شي.

وروسته له هغې چې د ليبيا پخوانى مشر معمر القذافي له واک څخه وپرځول او بيا ووژل شو؛ دغه هېواد له بحراني وضعيت سره مخامخ دى.

له هغې راهيسې ليبيا پر دوو برخو ووېشل شوه؛ په ختيځ "طُبرُق" کې په نړېواله کچه په رسميت پېژندل شوى حکومت واکمن دى؛ په پلازمېنه طرابلس کې بيا هغه حکومت واک چلوي چې د اسلامپالو ملاتړ ورسره دى.

دغه هېواد د اسلامي دولت ډلې يا داعش د سخت دريځو له خطرونو سره هم مخامخ دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري به په روم کې د ايټاليا د بهرنيو چارو له وزير "پاولو جنتي لوني" سره يوځاى د نننۍ غونډې کوربه وي.

په دغه غونډه کې د ليبيا د ګاونډيو او نورو هېوادونو استازي هم برخه لري.

په دغه پلان کې په٤٠ ورځو کې د ننه د ملي يووالي د حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې چې له بهرنيو لوريو به په ليبيا کې د شخړې د حل او د اسلامي دولت ډلې داعش په وړاندې پر مبارزې د تمرکز لپاره په امنيتي برخه کې د مرستې غوښتنه کېږي.