د کار او ټولنیزو او روغتیا وزارتونو د روغتیايي ستونزو د کمولو لپاره یوه مقرره ترتیب کړې

د افغانستان د کار او ټولینزو چارو وزارت وایي؛ دوه سوه څلوېښت داسې کارونه یې په نښه کړي چې د ماشومانو او لویانو روغیتا؛ جسمي او ذهني وضعیت ته زیان رسوي.

د دغه وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې وویل؛ د دې ستونزې د کمولو لپاره یې یوه مقرره ترتیب کړې چې له عملي کېدو سره به یې د ماشومانو او لویانو په کاري چاپیریال کې آسانتیاوې رامنځ ته شي.

دغه مقرره د کار او ټولینزو چارو او د عامې روغتیا د وزارتونو د مرستیالانو احمد شاه صالحي او ډاکټرې ناجیې طارق ترمنځ لاسلیک شوه.

مسولین وايي، په دغو کارونو کې د کانونو کیندنې، د مخابراتو په سیسټمونو کې کار کول؛ ساختماني چارې، برېښنايي چارې، فابریکو کې کار او د ماشومانو له توان څخه شاقه کارونه شامل دي.