افغان ولسمشر اشرف غني وايي، یو شمېر هېوادونه د همکارۍ او مرسستې زیاتولو پر ځای ټروریزم صادروي؛ خو د دې برعکس ترکمنستان د همکارۍ لاس غځولی دی.
ولسمشر غني دا څرګندونې پرون د سولې؛ امنیت او پرمختګ لپاره د نړېوالو همکاریو او بې طرفانه پالیسیو په کنفرانس کې چې د سیمې د هېوادونو د مشرانو په ګډون د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې جوړ شوی و؛ وینا کې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني په خپله وینا کې وویل چې ترکمنستان د افغانستان سره خپل ښه ګاونډیتوب ثابت کړی دی.
ارګ وايي چې ولسمشر غني د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره یوځای د ترکمنستان د ناپیلتوب د ۲۰کلیزې په مراسمو کې هم ګډون وکړ.