په عراق کې یوې انتحاري حملې شپږ عراقي سرتېري وژلي

راپورونه وايي، پرون څو عراقي سرتېري هغه مهال ووژل شول چې یوه ځان وژونکي حمله کوونکي د سعودي عربستان سره پر پوله د تلاشۍ پر یوې پوستې حمله وکړه.

ویل کېږي حمله کوونکی په چاودېدونکو موادو بار لارۍ په انبار ولایت کې د النُحیب ښارګوټي ته نژدې یوې سرحدي پوستې سره وچوله.

راپورونه وايي، د دې سرحدي پوستې د قوماندان په ګډون شپږ عراقي سرتېري په دې حمله کې وژل شوي او لږترلږه ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې ځان وژونکي حمله کوونکي د عراقي پوځ یونیفورم په تن کړی و.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت پرغاړه اخیستی.

دې ډلې تر دې مخکې هم په دې سیمه کې ورته بریدونه کړي دي.