د روسیې په پلازمینه مسکو کې په هغه لاریون کې چې د اساسي قانون د رخصتۍ په اړه جوړ شوی و؛ لږ تر لږه ۳۳ کسان نیول شوي دي.
په نیول شویو کې یو هم د یوه مخالف ګوند یابلوکو Yabloko مشر دی.
مدني فعالانو غوښتل د مسکو په پوشکین نومي څلور لاري کې د بدلون لپاره یو لاریون ترسره کړي. دغې مظاهرې ته د چارواکو له خوا اجازه نه وه ورکړل شوې.
د یابلوکو ګوند ځیني نور غړي هم نیول شوي دي.
دا د هغه اساسي قانون ورځ ده چې د روسیې اوسنی اساسي قانون هم ترې اخستل شوی او له ۱۹۹۳ کال راهیسي یې کلیزه نمانځل کېده. دغه ورځ تر ۲۰۰۴ کال پورې عمومي رخصتي ګڼل کېده، خو تر هغه وروسته یې اهمیت کم شو.
فعالان پر ولسمشر پوټین انتقاد کوي چې حکمت په سیستماتیک ډول هغه قوانین نقض کړي چې په همدې سند کې راغلي دي. دوی په دې لست کې د غونډو د آزادۍ، د ډیموکراتیکو انتخاباتو او د بیان د آزادۍ حقونه یاد کړي دي.