د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له حکومته غواړي چې له سزا د معافیت فرهنګ ختم کړي او اساسي حقونو ته د خلکو د لاس رسي لار هواره کړي.
د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر نن د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې غونډې کې وویل چې په هېواد کې د اداري فساد د پدیدې قانون په پراخه کچه مات کړی.
«متاسفانهځینې کسان چې پيسې لري د سیاسي اړیکو او یا رشوت له لارې خوشې کیږي او ځینې نور چې بې واسطې دي په بند کې پاتې وي. حکومت باید له اداري فساد سره مبارزه انتخابي مخکې یونه سي.»
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي اوس هم لسګونه داسې بندیان شته چې له درې ګونو محکمو یې برائت تر لاسه کړی دی خو لا هم په بند کې شپې سبا کوي.