"په امریکا کې د ۲ افسرانو تېښته د نورو افغان ځواکونو اعتبار نه زیانمنوي"

د افغانستان د دفاع وزارت په امریکا کې د خپلو دوه منسوبینو تېښته د دوی شخصي عمل ګڼي او وايي چې دا کار به د افغان ځواکونو باور او او روحیې ته څه زیان و نه رسوي.

که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې افغان امنیتي ځواکونه دې په غربي هېوادونو کې د زده کړو له ځایه لا درکه او یا دې هلته د پناه غوښتنه وکړي؛ خو افغان چارواکي دا کار فردي عمل ګڼي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې په دې اړه یې څیړنې پیل کړي؛ خو زیاتوي چې دا کار هېڅ کله هم د نورو افغان ځواکونو روحیه او اعتبار نه ضعیفوي.

ښاغلي وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال په سلګونو افغان افسران په لوېدیځو، اروپایي او عربي هېوادونو کې په هوایي زده کړو بوخت دي:

"موږ ډاډمن او ضمانت کړای شوي خلک لېږو؛ د هغوی په اړه پالیسي موجوده ده؛ خو دا ټولنه ده چې یو یا دوه کسان په کې وظیفه پریږدي او تښتي، دا په دې معنی نه ده چې موږ دې د نورو افسرانو په وړاندې خپل باور له لاسه ورکړو د هغوی په اړه هم څیړنې روانې دي او هر کله چې بشپړې شوې له رسنیو سره به یې هم شریکې کړو."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغانستان د هوایي ځواکونو دوه افسران د امریکا د متحده ایالاتو په جورجیا کې د زده کړو له ځایه تښتېدلي دي.

له دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال کې هم د امریکا د ماساچوستس څخه د ملي اردو درې افسران کوم چې په زده کړه بوخت وو تښتېدلي او بیا د کاناډا سره په پوله امریکايي پولیسو نیولي وو.

د دفاع وزارت یو بل نظامي هم شااوخوا کال مخکې چې د انګلستان په یوه غونډه کې یې باید د افغانستان بیرغ لیږدولی وای؛ له غونډې مخکې د لندن په هوايي میدان کې پاتې شو او د هغه هېواد د پناه غوښتنه یې وکړه.

په ۲۰۱۰ کال کې بیا یو ځایي ۱۷ افغان عسکر د امریکا د ټکزاس د نظامي زده کړو له مرکزه تښتېدلي وو.

د چارو کارپوهان وايي، په ادارو کې نامناسب چلند، اقتصادي ستونزې او د هېواد بې ثباتي د دې لامل کیږي چې خلک په بهرنیو هېوادونو کې پنا اخیستو ته زړه ښه کړي.

د نظامي چارو یو کارپوه شاه محمود میاخیل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"طبیعي ده یو څوک چې په نظامي او یا کوم غیرنظامي ارګان کې کار کوي؛ هغې ته باید ژمنه هم ولري، هغه پرېکړه چې په اداره کې یې یو نیم کوم غړی کوي؛ نو طبعاً یو شخصي عمل دی، خو دا کار په ټول سیسټم منفي او مثبتې اغیزې لري."

ښاغلی میاخېل په دې اړه دفاع وزارت ملامت نه ګڼي او د افسرانو دا ډول تېښته لکه د دفاع وزرات په شان فردي عمل ګڼي.

نوموړی وايي، دا تېښتې په داسې حال کې کیږي چې دفاع وزارت بهر ته د سرتیرو د لیږلو پیاوړی پروسجر لر‌ي؛ نو په کار ده چې په داسې وخت کې تلونکي کسان د تښتېدو په ځای خپل ښه استازیتوب ته پاملرنه وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ