یوې فنلنډۍ محکمې دوه وروڼه د ۱۱ سرتېرو په وژلو تورن کړل

په فنلنډ کې یوې محکمې دوه وروڼه په ۲۰۱۴م کال کې په عراق کې د ۱۱غیر وسله والو سرتېرو په وژلو تورن کړه.

دغه دوه غبرګولي وروڼه چې د عراق دي؛ دغه راز له اسلامي دولت ډلې سره په تړاو هم تورن دي.

د دوی محکمه پرون د تړلو دروازو تر شا وشوه.

دغه کسان د فنلنډ د پلازمېنې "هلسنګي" شمال ته د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې ونیول شول.

د اسلامي دولت ډلې له خوا یوې خپرې شوې ویډیو ښودلې چې دغه دوه کسان د عراق په تکرت ښار کې په یوې ډله ییزې وژنې کې برخه لري.

ټاکل شوې د دوی محاکمه په رسمي ډول د ۲۰۱۶م کال په اپریل کې پیل شي او که یې جرم ثابت شو؛ نو ښایي په ابدي حبس محکوم شي.