له طبیعت سره مهربانه واوسئ!

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره د ځینو رپوټونو پر بنسټ وايي چې په کابل کې هر کال نږدې درې زره کسان د تنفسي ناروغيو له کبله مري او په دې کې د هوا او د چاپرېال ککړتیا مهم رول لري. نو هغه څه دي چې زموږ چاپېریال او هوا ککړوي؟ د یوه ځوان په حيث د خپل چاپېریال او د هوا د پاک ساتلو لپاره څنګه مبارزه کولای شو او مسؤلیتونه مو څه دي؟ نننۍ تاندې څانګې مو ورته ځانګړې ده.

د یوې سيمې د چاپېریال ساتل یوازې له کثافاتو او چټلیو د خپل کلي، کوڅو پاک ساتل نه دي، بلکې د هوا او اوبو پاکوالی هم هماغومره مهم دی. خو دا چې په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې موضوع د خلکو له خوا یا ډيره جدي نه نیول کیږي او یا بابېزه ګڼل کیږي، ښايي علت يې په هېواد کې روان حالات وي. خو په نړۍ کې د اقلیم د تغیر او د هوا د ککړتیا موضوع نن سبا ډيره توده روانه ده.

له مختلفو سرچينو داسې خبرونه خپريږي چې د نړۍ تودوخه په زیاتېدو ده او د شمالي قطب کنګلونه په چټکۍ سره په ويلې کېدو دي.

افغانستان چې اکثره خلک يې له نیستۍ او فقر سره مخ دي، غريبې کورنۍ خصوصاً په ژمي کې د خپل کور او د ځانونو د تودولو لپاره پلاستيکونه، کاغذونه، زاړه ټيرونه او نور داسې نسبتاً ارزانه توکي سوځوي چې دود يې د لرګیو او ګاز په پرتله ډيره هوا ککړوي.

څو ځوانان وايي:

"نوم مې محمدفضل خوګیاڼيوال دی، د ننګرهار یم، زموږ خلک غریب دي نو ځکه واړه ماشومان په ښار، بازار کې پلاستیکونه راټولوي او په کور کې يې سوځوي، همدا علت دی چې دود يې هوا خرابه کړې او ناروغۍ يې ډېرې کړي دي.

نورمحمد، د لوګر یم، د لوګر هوا ښه ده، خو ډيزلي موټرونه، د خښتو بټۍ او حمامونه دي چې زاړه ټېرونه سوځوي، هوا يې خرابه کړې او خلک يې مریضان کړي دي.

صداقت الله عطا د کنړ دی، وايي چې کله کابل ته راځو او په ماهيپر راوړو نو کابل په لوګیو او غبار کې پټ وي، هيڅ نه ښکاري. کله چې بېرته کور ته ځو یو ډول د ناروغۍ احساس کوو.

سميع الله یو زده کوونکی دی، دی وايي چې نور ولایتونه خو ښه دي یو څه شنې سيمې لري خو د کابل هوا ډيره خرابه ده، یو ګاونډي له بله ځکه پازاب دی چې د پلاستیکونو د سوځولو بوی يې پخپل کور کې آرامه نه پرېږدي."

د دغو ځوانانو خبرو ته ورته څه د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه څو ځوانانو ساجد عصمت ځاځي او حیات الله وحدت هم راته لیکلي، خو له خوسته یوه ځوان تحسین طاقت داسې څه راته لیکلي:

"زموږ په اسماعیل خېل او مندوزي ولسوالۍ کې د خښتو بټۍ ډېرې دي، د ډبرو سکاره پکې سوځوي او د سيمې هوا یې دومره خرابه کړې چې مازدیګر په دوو سترګو څه نه لیدل کیږي."

د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي چې د ټول افغانستان هوا نه بلکې د ځينو لویو ښارونو هوا ککړه شوې او علت يې هم په ښارونو کې د نفوس زیاتوالی، د طبعي زېرمو ډېر استعمال او ځينې نور موارد دي. لکه د کم کیفیته تېلو کارول، په حمامونو او د خښو بټيو کې د ډبرو سکرو او د زړو ټېرونو سوځول یې مهم علتونه دي خو په کابل ښار کې د هوا په ترکیب کې د معلقه زراتو د موجودیت ۴۷ فیصده لامل د خرابو او خامه سړکونو موجودیت دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت (د محيطي صحت) برخې مشر کنشکا بکتاش ترکستانی وايي چې دوی ځینې داسې شواهد له ځانه سره لري چې د هوا ککړتیا خلکو ته ځينې تنفسي ناروغۍ پيدا کړي دي او دوی د دې لپاره ځينو اړوند ادارو سره په مرسته ځينې هڅې پېل کړي دي:

"شواهد شته چې د چاپېریال او د هوا ککړتیا خلکو ته تنفسي او په ځانګړي ډول ماشومانو ته ځينې انتاني ناروغۍ پېدا کړي دي. دا موضوع ډېره خواشينوونکي ده او موږ د عامه پوهاوي لپاره د رسنيو او د ملا امانو په مرسته له اړوند ادارو سره په ګډه همکارۍ هڅې پېل کړي دي، که څه هم کافي ندي خو اکثره د نانوايیو او حمامونو مالکانو ته مو امر کړی چې خپلې نانوايۍ او حمامونه دې ګازي کړي.دوی اوس لرګي او د ډبرو سکاره نه سوځوي. که چېرې چا تر اوسه داسې نه وي کړي او زموږ د تفتیش ډلې وموندل نو مجازات به شي."

ښاغلی مدقق بیا یو شمېر پخوانیو رپوټونو ته په اشارې سره په هوا کې د ځينو معلقه زراتو یادونه کوي چې د خلکو ژوند ته یې لوی ګواښ پېښ کړی:

"څو کله مخکې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ځینو دولتي ادارو سره په ګډه یوه څېړنه وکړه، په دې څېړنه کې څرګنده شوه چې د کابل د هوا په ترکیب کې د PM10, PM5, PM2.5په نوم معلق زرات موجود دي او د PMM په نوم د زراتو کچه پکې 150 في مترمکعب ته رسېده. دا هغه زرات دي چې نه بوی لري او نه په سترګو لیدل کیږي خو په هوا کې شته او موږ ټول ژوندي سري يې تنفس کوو چې د هماغه څو کاله پخوانیو شمېرنو له مخې چې له موږ سره د عامې روغتیا وزارت په رسمي ډول شريکې کړې وې، دا راښيي چې په کابل ښار کې کابو درې زره کسان د تنفسي ناروغيو له کبله مري. دا په دې معنا نه ده چې د هوا ککړتیا دوی وژني خو ښايي زیات لامل يې د هوا ککړتیا وي چې د افغانستان په څېر غریب هېواد هر کال یوازې د همدې ناروغيو د درملنې په برخه کې په مستقیم او په غېر مستقیم ډول نږدې څلور میلیارده افغانۍ مصرفوي."

کله چې د چاپېریال او د هوا ککړتیا دومره ضرري ده، نو ولې د ځینو هغو سون توکو ارزان قیمت ته خوشاله شو چې هوا ډېره ککړوي او چې لامله يې ناروغه شو نو د لرګیو قیمت څو چنده باید ډاکټر ته ورکړو. داسې څه یو ځوان سميع الله وايي.

اوس راځو دې ته چې ځوانانو ته د خپل چاپېریال او د هوا په پاک ساتلو کې څه کول په کار دي؟

د افغانستان د ځوانانو د چاپېریال ساتنې ټولنه داسې يوه بنسټ دی چې نږدې څلور سوه ځوان غړي لري او کابو دوو کلونو راهيسې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د چاپېریال او د هوا د پاک ساتلو په برخه کې يو شمېر فعالیتونه کوي، نیالګي کېنوي، د پلاستيکونو پر ځای د کاغذ د کارولو وړانديزونه او د رسنيو له لارې د چاپېریال په برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړلو په نیت پېغامونه خپروي.

د دې ټولنې یو غړی امین الله جواد وايي چې راتلوونکی کال غواړي د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې نږدې درې زره نیالګي وکري او د یادې ټولنې ویاند عبدالله یوسفي د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د ترافیکو ریاست، ښاروالۍ او د کورنيو چارو وزارت په ګډه همکارۍ د یوې رامنځ ته شوې تفتیشي ډلې د جوړېدو یادونه کوي چې په خاصه توګه د حمامونو په برخه کې يې د فلټرسازۍ یو پروګرام عملي کړی دی. دی یو پېغام هم لري:

"دا ډله د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له اړوند ادارو سره په ګډه همکارۍ رامنځ ته کړې ده او موږ هم ترې خبر یو. دوی عموماً د کابل زیاتره حمامونه د یوه ځانګړي فلتر په واسطه- چې هغه هم یوه افغان جوړ کړی دی- کنټرول کړي دي. چې په هوا کې د معلقه زراتو مخنيوی کوي. نو موږ ټول ځوانان کولی شو، که چېرې زموږ شاوخوا کوم حمام د فلټر په سیستم نه وي سمبال، اړوند ادارو ته شکایت وکړو او هغوی پرې خبر کړو."

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عبدالولي مدقق وايي چې د چاپېریال پاک ساتل او د هوا د ککړتیا له منځه وړل یوازې د دولت اړوند موضوع نده، بلکې د خلکو او په ځانګړي ډول د ځوانانو له ملاتړ او همکارۍ پرته دا مبارزه ټکنۍ ده، دی په یوه پيغام کې ځوانانو ته وايي چې: له طبیعت سره مهربانه واوسئ، چې طبیعت له تاسې سره مهربانه واوسي.

دولت ته د ټولنيزو چارو کارشناس ډاکټرمحب الله زغم او خلکو ته یو ځوان محمدنعيم وردګ د تاندې څانګې پر فیسبوک پاڼه دغه وړاندیزونه پریښي دي:

ډاکټر محب الله زغم لیکلي:

"د افغانستان اکثره سيمې د کال اقلاً 300 ورځې لمر لري. که دولت د حمامونو خاوندان مجبور کړي چې لمریزې اوبګرمۍ ولګوي او په کورونو کې هم لمریز نغري او اوبګرمۍ ولګول شي نو که یو خوا به مو د ټېرونو د سوځولو او ترې د توليديدونکو ضرري لوګیو مخه نیولي وي، نو بل خوا بهر موږ ځنګلونه له وهلو بچ وي او پیسې به مو هم پر تېلو، ګازو او سکرو نه وي لګېدلي."

محمد نعيم وردک لیکلي:

"د خپل چاپېریال پاکوالی باید یوازې د ښاروالۍ او نورو ادارو دنده ونه ګڼو، بلکې موږ تاسې هر یو باید د خپل کور، کوڅې، ښار او د خپل هېواد د پاک ساتلو هڅه وکړو."

نو د ښاغلي مدقق پر هماغه شعار خپرونه پای ته رسوو چې:

له طبیعت سره مهربانه واوسئ، چې طبیعت له تاسې سره مهربانه واوسي.

دا خپرونه پر فیسبوک پيدا کړئ.

http://Facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي پته هم موندلی او اورېدلی شئ:

http://pa.azadiradio.org

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

تاندې څانګې

http://shafaqN@rferl.org