د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ترمپ اسراییلو ته خپل پلان شوی سفر کنسل کړ.
ټرمپ نن وویل دی به اسراییلو ته خپل سفرهغه مهال چې د امریکا ولسمشر شي له سره پلان کړي. نوموړي زیاته کړه خپل سفر ځکه ځنډوي چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ته یې لانجه جوړه کړې ده.
د امریکا د ولسمشرۍ د یوه کاندید په توګه د ډونالډ ټرمپ موقف وروسته له هغه له ګواښ سره مخامخ شو چې نتنیاهو وویل، ټرمپ ته د مسلمانانو پرضد له ترخو څرګندونو سره سره د روانې ډسمبر میاشتې په اته ویشتمه اسراییلو ته د سفر اجازه ورکړل شي.
په اسراییلو کې دا غوښتې په زیاتیدو وې چې ټرمپ باید اسراییلو ته پرې نه ښودل شي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دې کاندید په دې وروستیو کې ویلي و، چې مسلمانانو ته باید امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي.
د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان اکثرا اسراییلو ته سفرونه کوي څو د یهودو له دولت څخه خپل ټینګ ملاتړ څرګند کړي.