سرچینه: د هلمند خان نشین ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغله

په هلمند کې یو شمېر امنیتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط دا منلی چې د خان نشین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته سقوط کړی دی.

په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل هم دا تاییدوي چې دغې ولسوالۍ سقوط کړی دی.

په خان نشین کې د تیرو اتو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې دوام درلود. افغان چارواکو تراوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.