امریکا او روسیه په جینیوا کې د سوریې د بحران د حل پر لارو چارو خبرې کوي

روسیه، د امریکا متحده ایالات او ملګري ملتونه سبا په جینیوا کې د سوریې د بحران د هواري پر لارو چارو خبرې کوي.

دا خبره د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډیمسټورا پرون وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګیناډي ګاټي لوف ویلي چې روسیه به په سوریه کې د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو هڅو د زیاتوالي لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پام کې نه لري چې په دې خبرو کې ګډون وکړي خو دواړه به راتلونکي اوونۍ په مسکو کې سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي ویلي چی د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله اني پېټرسن به په دې خبرو کې د واشنګټن په استازیتوب ګډون وکړي.