د افغانستان د سولې خبرې به په راتلونکو دوو اونیو کې پیل شي

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې خبرې به په دوو راتلونکو اونیو کې پیل شي.

دا خبره په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته کړې ده.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخېستل شي، په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو راپورونه وایي چې په دې اړه پرون افغان ولسمشر د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره هم خبرې وکړې.

تر دې مخکې په اسلام اباد کې د اسیا د زره کنفرانس په پای کې افغان، پاکستاني او امریکایي چارواکو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پرون په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې ښایي دغه پروسه ژر پیل شي.