"افغانستان او پاکستان د سولې د خبرو پر بيا پيل موافقه وکړه"

وال سټريټ ژورنال:

د امريکا چاپ وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د اسيا زړه هېوادونو پر کنفرانس يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: افغانستان او پاکستان له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو پر بيا پيل موافقه وکړه.

د ليکنې په پيل کې راغلي، افغان او پاکستاني مشرانو د چهارشنبې په ورځ وويل چې په افغانستان کې د اوږدمهالې جګړې د پايته رسېدو لپاره به، په ګډه په څو اوونيو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو پر بيا پيلولو کار کوي.

په ليکنه کې راغلي، دا اعلان د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس پر مهال، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د صدراعظم نواز شريف تر کتنې وروسته وشو.

د اسيا زړه هېوادونو يا د استانبول د بهير دغه کنفرانس هر کال په افغانستان کې د ثبات او پرمختيا د غښتلتيا لپاره جوړېږي چې د سږکال غونډه يې په اسلام اباد کې وشوه.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني خبرې هم رااخيستي چې په اسلام اباد کې يې خبريالانو ته ويلي: موږ ډېر هيله من يو دغه هڅې به په راتلونکو اوونيو کې د سولې په پروسه کې ښه نتيجه ولري.

د ليکنې په دوام راغلي، دا لا څرګنده نه ده، د طالبانو نوى مشر ملا اختر محمد منصور چې په خپله ډله کې دننه له چلنجونو سره مخامخ دى، په دې موقف کې دى، چې په تازه خبرو کې برخه واخلي؟

ګارډين:

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې هم د اسيا زړه هېوادونو پر دوه ورځني کنفرانس تمرکز کړى، چې پرون يې دويمه او وروستۍ ورځ وه.

په ليکنه کې يې راغلي، د پاکستاني سخت دريځو وسلوالو د ځپلو لپاره روانو هڅو په افغانستان کې امنيتي وضعيت له خطر سره مخامخ کړى دى.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ کنفرانس ته وويل، افغانستان ته زيات شمېر تروريستان ننوتلي دي.

ګارډين ورځپاڼې د ولسمشر غني دا خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي: وروسته له هغې چې تېر کال وسلوالو د پېښور په يوه پوځي ښوونځي کې د بريد پرمهال ١٣٠ کسان ووژل، د پاکستاني طالبانو يا د تحريک طالبان پاکستان په وړاندې عملياتو غير مترقبه عواقب درلودل او افغانستان ته يې اضافي امنيتي چلنجونه پېښ کړل.

ده ويلي چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه مجبوره شوي چې د تحريک طالبان پاکستان په وړاندې تر ٤٠ زيات عملياتونه کړي دي.

د ښاغلي غني خبره ده چې افغانستان دا مهال د نړيوالو جهاديانو په يوه مرکز بدل شوى او په دغو سخت دريځو وسلوالو کې چې په افغانستان کې حضور لري، د القاعده، داعش ډلې او د چين، روسيې، ازبکستان، تاجکستان او منځني ختيځ تروريستان هم شامل دي.

ګارډين ليکلي، د افغانستان د امنيتي وضعيت کړکېچ وروسته له هغې نور هم رابرسېره شو چې يو خوا ولسمشر غني اسلام اباد ته ورسېد بله خوا په کندهار کې دولت-ضد وسلوالو هوايي ډګر ته نژدې په بريد کې ګڼ کسان، چې ډېرى يې ملکيان وو- ووژل.

لاس انجلس ټايمز:

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب يوه ليکنه خپره کړې، چې په هغې کې يې د کندهار د هوايي ډګر پر انګړ پر وروستۍ حمله تمرکز کړى دى.

ورځپاڼه ليکي، د سې شنبې په ماښام د افغان قواوو په يونيفورم کې څو وسلوالو پر دغه ډګر بريدونه پيل کړل.

په ليکنه کې راغلي چې له دغه ميدان څخه د افغانستان په جنوب کې دېره امريکايي ځواکونو اوCIA هم ګټه اخيستله او افغان ځواکونه هم په کې مېشت دي.

لاس انجلس ټايمز ليکي، د دغه څوساعته بريد د تلفاتو په باب ضد و نقيض معلومات ورکړل شوي دي او ويل شوي چې په وژل شويو کې ٣٥ کسان ملکيان دي.

د ورځپاڼې په حواله په دغه بريد کې د وژل شويو سرتېرو په باب معلومات نه دي خپاره شوي، خو وسلوالو طالبانو په خپله اعلاميه کې د لسګونو افغان سرتېرو د وژنې ادعا کړې ده.

لاس انجلس ټايمز زياتوي چې وسلوال طالبان وخت ناوخت په دغسې حملو کې د وژل شويو افغان سرتېرو په ارقامو کې مبالغه کوي.

د ورځپاڼې په باور په کندهار کې دا حمله په داسې حال کې کېږي، چې د افغانستان او پاکستان په ګډون د لسګونو هېوادونو او سازمانونو مشران په اسلام اباد کې د اسيا زړه هېوادونو په پنځم کنفرانس کې سره جرګه شول.

په دې غونډه کې د پاکستان صدراعظم نواز شريفد افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې د په ټپه درېدلو خبرو د بيا پيل په باب خبرې وکړې.