امریکا عراق ته د داعش پرضد هليکوپټرې او پرمختللي تجهیزات ورکوي

امریکا وايي، د اسلامي دولت یا داعش ډلې سره جګړه کې مرستې لپاره عراق ته هليکوپټرې او پرمختللي تجهیزات ورکوي.

د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر پرون په دې هکله د سنا د مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته خبرې وکړې.

خو سپینه ماڼۍ وايي، تر اوسه جمهور رئیس اوباما په دې هکله کوم سند نه دی لاس لیک کړی او لومړۍ د عراق صدراعظم باید د دغې ډول مرستې رسمي غوښتنه وکړي.

د امریکا دفاع وزیر وايي، په عراق کې د اسلامي دولت ډلې خلاف پوځي پرمختګ ورو دی او واشنګټن به د رمادي ښار د نیولو لپاره عراقي قواوو سره مرستې ته تعرضي هليکوپټرې او نور سلاکاران واستوي.

د امریکا دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د سنا د مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې واشنګټن تیار دی چې عراق ته داسې بی ساری وسلې ورکړي چې خپل کار ورباندې پای ته ورسوي.

اشټن کارتر وویل، که چېرې شرایط برابر شي او د عراق صدراعظم وغواړي امریکا کولای شي تعرضي هليکوپټرې او مشاورین یې عراق ته ولیږي.

خو سپینه ماڼۍ وايي، جمهور رئیس اوباما تر اوسه په دې هکله کوم سند نه دی لاس کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ وویل، لومړۍ باید د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د مرستې غوښتنه وکړي.

عراقي ځواکونو د روانې اوونۍ په عملیاتو کې د رمادي د ښار شاوخوا سیمه کې پرمختګ کړی دی. رمادي د انبار ولایت مرکز د داعش ډلې په لاس کې دی.

خو د امریکا دفاع وزیر د سنا د مجلس د دفاعي خدماتو کمېټې ته وویل چې سخت جنګونه لا پاته دي او هیله یې څرګنده کړه چې د خلیج عربي هېوادونه د داعش خلاف جګړه کې خپله ونډه پراخه کړي.

ښاغلي کارتر زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې موږ په تکتیي پرمختګونو زیات تمرکز لرو، د عراق په سني میشتو سیمو کې عام پرمختګ ډیر کم دی. چې دغه وضعیت موږ او صدراعظم عبادي ډیر ستومانه کوي. د سني قبایلي ځواکونو په ارتباط موږ د عرا ق له حکومته غواړو چې نور کسان یې هم استخدام کړي.هغوی ته وسلې او روزنه ورکړي او هغه سني جنګیالي چې په خپلو سیمو کې پلویان لري تمویل یې کړي."

د امریکا دفاع وزیر وویل چې په دې هکله یې له نورو هېوادونو هم مرسته غوښتې ده:

"تېره اوونۍ ما خپله شخصاً د ایتلاف د څلویښتو هېوادونو دفاع وزیرانو څخه وغوښتل چې خپلې مرستې پراخې کړي او د اسلامي دولت ډلې خلاف د جنګ په پیاوړي کولو کې ډیره ونډه واخلي. هغه څه چې ما له خپلو شریکانو غوښتي ځانګړي ځواکونه، کشفي او تعرضي الوتکې، وسلې او مهمات، په روزنه کې مرسته او نور وسایل دي."

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې له روسيي یې هم غوښتي چې د جګړې د روغ پلو ترڅنګ ودریږي.