د امریکا جمهوري ریاست ته د کاندید "ټرمپ" څرګندونو بېلابېل غبرګونونه پارولي

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د هغه هېواد د جمهوري غوښتونکي کاندید "ډونالډ ټرمپ" هغه څرګندونې چې وایي؛ امریکا ته باید د مسلمانانو ورتګ کاملاً ممنوع شي؛ د بېلابېلو سیاسي ډلو له خوا غندل شوي دي.

د امریکا د استازو جرګې مشر "پاول راین" چې د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه دی؛ د سې شنبې په ورځ د همدې څرګندونو په غبرګون کې وویل:

"زه معمولاً د ولسمشرۍ انتخاباتو پورې اړوندو مسایلو باندې نظر نه څرګندوم؛ خو نن یوه استثنا شته.

دا محافظه کاري نه ده. د ډونالډ ټرمپ پرونی وړاندیز د جمهوري غوښتونکي ګوند او تر هغه لا مهم د امریکا له ارزښتونو سره سمې نه دي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ ویلي؛ د ټرمپ دغه وړاندیز د امریکا د ولسمشر کېدو لپاره د هغه صلاحیتونه له منځه وړي.

ټرمپ پرون له خپل دریځ څخه د دفاع لپاره ویلي چې په دغو خبرو کې یې هغه مسلمانان هدف نه وو چې په امریکا کې ژوند کوي.