د هندوستان د بهرنيو چارو وزيره سوشما سواراج د اسیا زړه کنفرانس د هندوستان لپاره مهم بولي.
مېرمن سوارج په همدې کنفرانس کې د ګډون لپاره د سه شنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد ته ورسېده.
نوموړي رسنیو ته وویل:
"د اسیا زړه کنفرانس د هندوستان لپاره ډېر د اهمیت وړ دی، ځکه چې دا د افغانستان په اړه دی نو زه په ځانګړي توګه په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره له هندوستانه راغلې یم.د دې لپاره چې دا کنفرانس په پاکستان کې جوړ شوی نو لازمه ده چې د دغه هېواد له صدراعظم نواز شریف او خپل سیال سرتاج عزیز سره وګورم او د دواړو هېوادونو د خپل منځي اړېکو په پراختیاخبرې ورسره وکړم. ما هم دا پیغام راوړی چې زموږ تعلقات نور هم ښه پرمخ ولاړ شي."
دا له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیرې لومړی سفر دی.
نوموړي ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه د پاکستان له خوا ورکړل شوې وه.